په کابل کې د امریکا سفیر په یوه ټوېټ کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې له ولسواکۍ او ټولو دیموکراتیکو پروسو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیاره ده. نوموړي پرون په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اتو غړو وژل کېدل هم په کلکو ټکو غندلي دي. دده په وینا طالبانو وښوده، چې دوی پر ملکي افغانانو هېڅ راز رحم نه کوي او خپلو جګړو ته ادامه ورکوي. جان باس ویلي دی د ټاکنو کمیسیون له ټولو هغو سلګونه کارکوونکو ملاتړ او مننه کوي چې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره له خطرونو سره سره کار او فعالیت کوي.




































