د راپورونو له مخې دغه چاودنه د پل محمود خان په سیمه کې شوې ده خو د تلفاتو په اړه یې تر دې دمه راپورونه نشته دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تر دې دمه د برید موخه نه ده مشخصه شوې او نه هم د تلفاتو په اړه راپورونه شته دي. چاودنه خورا درنه وه چې د کابل ښار تر لرو پرتو سیمو یې غږ اورېدل شوی دی. د چاودنې په اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي.




































