د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې نړۍ له سخت اقلیمي بدلون سره مخ ده او دغه بدلون خورا چټک دی. دده په خبره که د نړۍ خلک سره یو لاس نه شي او ددغه ستونزې د حل لپاره لارې چارې و نه مومي نو د ځمکې کره به سخته زیانمنه شي. هغه په سعودي عربستان کې د اقلیم په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د نیویارک په راتلونکې غونډه کې به د اقلیمي بدلون په اړه پراخ بحثونه وشي. ټاکل شوې چې د پاریس په راتلونکې غونډه کې د ځمکې د ساتنې او د اقلیمي بدلون لپاره د حل لارو لټولو په لړ کې پر سلو مهمو طرحو باندې کار او بحث وشي.




































