په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې چې درې ورځې مخکې پیل شوې دي ښې روانې دي او د نن ورځې په پای کې ښایي یو رسمي بیان هم خپور شي. د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ډېر امکان شته چې د خبرو پای کې یو رسمي بیان خپور کړي. په دوحه کې د اووم پړاو پیل شویو خبرو نن دریمه ورځ ده او ښایي نن پای ته ورسېږي. دواړو لوریو د ښو پایلو تمه ښودلې ده. په ورته وخت کې تمه ده د افغانانو ترمنځ خبرې د روانې میلادي میاشتې په اوومه او اتمه پیل شي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پرون رسنیو ته ویلي چې المان د بین الافغاني خبرو د زمینې برابرولو ژمنه کړې ده او ممکن د روانې میاشتې په لومړۍ لسیزه کې دا خبرې پیل شي.




































