په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کوي. نوموړي پر خپل ټویټر تازه ټویټ کې ویلي، هر کله چې امریکا د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړ نو دوی به له افغان لورې سره خبرې پیل کړي. هغه زیاته کړې، طالبان د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کوي. طالبان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، المان ژمنه کړې چې بین افغاني مذاکراتو ته به زمینه برابروي او ښایي دا خبرې د روانې میلادي میاشتې په اوومه او اتمه پیل شي. افغان حکومت تر اوسه د شاهین دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.




































