پرون سهار یوې درنې چاودنې د کابل ښار سکون او ارام واخیست. څه کم نهه بجې وې چې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو ځانمرګو بریدګرو د ملي دفاع وزارت د لوجستیک پر مرکز موټر بم برید وکړ. چاودنه خورا درنه وه او د کابل ښار تر لرو پرتو سیمو یې غږونه واورېدل شول. له چاودنې ان څو کیلومتره لرې هم د خلکو د کورونو او دفترونو ښېښې ماتې شوې او وېره خپره شوه. شاوخوا ښوونځي او پوهنتونونه هم له دې پېښې زیانمن شوي دي.
داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ مخامخ خبرې روانې وې، طالب وسله والې ډلې په کابل ښار کې خونړی ډله ییز برید وکړ. وروستي معلومات ښيي چې په برید کې د ماشومانو په ګډون ۳ کسه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او وایي چې په نننۍ پېښه کې یې ۵۳ زده کوونکي ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا تېره ورځ ناوخته مسیر ورځپاڼې ته ویلي، چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي. هغه همدا راز ویلي چې دغه برید د پنځو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې برید په کور دننه او بهر له سخت غبرګون سره مخ شو. ډېرو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دغه برید وغانده او پر ملکي وګړو یې ورته بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل وباله. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو ورته کړنې د سولې هڅې زیانمنوي او د ملکي وګړو وژل بشر ضد جنایت دی. خبرپاڼه وایي چې ملګري ملتونه په سیمه کې د زده کوونکو د ټپي کېدو له امله سخت ناراحته دي او د ورته بریدونو د درېدو غوښتنه کوي.
بل پلو د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی دی. قطر داسې مهال دغه برید غندلی چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې کېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، هر هغه برید چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دوی یې غندي او په دې سختو او حساسو شېبو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
ولسمشر غني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. د هغه په خبره، د افغانانو استازو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو دوی د عامو افغانانو په وژلو او ځورولو لاس پورې کړی دی. غني زیاته کړې، دا د افغانانو پر وړاندې د وسله والو طالبانو بشري جنایت دی او په کلکو ټکو یې غندي. ولسمشر وايي: ((د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس د سولې پروګرام پرمخ وړي، خو طالبانو د دې وحشي برید په تر سره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د برید په اړه خپل شوم نیت وښود)).
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم بیا روان تاوتریخوالی د هېچا په ګټه نه بولي. د نوموړي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د تېرې ورځې خونړی برید او د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې پر یوه دارالحفاظ برید دواړه پر ملت بریدونه دي او دی یې په کلکو ټکو غندي. د پخواني ولسمشر په خبره، په هېواد کې پردۍ جګړه روانه ده او افغانانو ته پکار ده، چې د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي. هغه همدا راز ویلي چې په هېواد کې روانې نښتې، جګړې او بریدونه د سولې له روانو هڅو سره په ټکر کې کړنې دي.
بل پلو د ملي شورا غړي بیا امنیتي او کشفي ارګانونه د دغه ډول بریدونو په تړاو په کمکارۍ او بې کفایتۍ تورنوي. د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار پرون د دغه جرګې په ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، چې د امنیتي او کشفي ارګانونو د بې کفایتۍ له امله وسله وال پر دې بریالي کېږي چې چاودېدونکي توکي د ښار منځ ته راوړي او دغه ډول خونړۍ کړنې ترسره کړي. هغه پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې د پېښو په مخنیوي کې دي خپلې هڅې زیاتې کړي.




































