زلمي خلیلزاد ویلي هیله لري چې د دوحې په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي. زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې له قطر او المان مننه کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب کوي. د خلیلزاد په وینا دا د سولې په روانو هڅو کې یو مهم ګام دی او دی هیله لري چې روان ناورین د خبرو له لارې حل کړل شي. خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې د دوحې د روانو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي ډېر هیله من دی او د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکی کنفرانس به دغه هیلې نورې هم ډېرې کړي. هغه د کنفرانس ګډونوالو ته د بریا هیله کړې ده. ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په اوومه او اتمه په دوحه کې د افغان سیاسیونو او طالب استازو کنفرانس جوړ شي او دوی به پر افغان سوله خبرې کوي. جرمني او قطر ددغه کنفرانس کوربه دي.




































