په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له بده مرغه د تېرې ورځې په برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکیان او دوه نظامیان وژل شوي دي. دده په خبره ولسمشر دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي او هغه ستر وحشت بولي. بل پلو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا وايي چې تېره ورځ د پېښې له امله ۱۱۶ ټپیان ور وړل شوي دي. وسله والو طالبانو د تېرې ورځې برید پړه منلې ده. دغه برید په ټولنیزو رسنیو او نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه پارولي دي. ایران، پاکستان، امریکا، برېتانیا، ملګرو ملتونو او قطر دغه برید غندلی دی.




































