د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، راتلونکې ټاکنې یو فرصت دی خو حاکم ټیم هڅه کوي دا فرصت له ننګونو سره مخ کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې حاکم ټیم په خپل ټول توان هڅه کوي راتلونکو ټاکنو کې پراخو درغلیو ته لار هواره کړي. نبیل چې په مزار شریف کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ولسمشر غني والیان او نور لوړپوړي دولتي چارواکي د رایو په بدل کې پر دندو ګماري او دولتي قراردادونه په دې شرط خلکو ته ورکوي چې په راتلونکو ټاکنو کې دده ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړې، د ولسمشر لخوا پر کمپاین مصرفېدونکي پیسې له بهره نه دي راوړل شوې، بلکې دا د همدې ملت پیسې دي. رحمت الله نبیل دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې، ټینګار وکړ چې د امریکا او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو جزییات باید له خلکو سره شریک کړل شي.




































