د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د کرکټ د لوبې پرمهال پر يوه لوبغالي د هاوان مرمۍ لګيدو له امله د کرکټ دوه ماشوم لوبغاړي وژل شوي او یو بل ټپي دی. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وويل، چې دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ د پايلوبې پرمهال شوې ده. حسرت وويل چې د دې پېښې په اړه حکومت پلټنې پيل کړې دي. تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.




































