داسې مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د بشپړو وتلو خبره کوي، خو په بګرام کې یې د لا ډېرو ځمکو په اخیستلو پیل کړی او غواړي بګرام پوځي اډه پراخه کړي. اوسمهال په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. طالبان ټینګار کوي چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او امریکا هم ښایي د دې خبرې منلو ته تیاره وي، خو په ورته وخت کې امریکایان غواړي چې په بګرام کې خپله نظامي اډه پراخه کړي.
د پروان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د خلکو لسګونه جریبه ځمکه لاندې کړې ده او غواړي سلګونه جریبه ځمکه واخلي او دغه اډه پراخه کړي. د هغه په خبره، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې امریکا د خپلې اډې او تاسیساتو د پراختیا په لټه کې ده. بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره نظامي اډه ده، چې پراخولو یې خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي.
د ولایتي شورا غړی عصمت الله محمدي وایي، دغه پوځي مرکز له پخوا څخه څو چنده پراخ شوی او د خلکو کرنیزې ځمکې یې ور نیولې دي. محمدي وايي: ((مخکې دا میدان کوچنی و. بیا په څو پړاوونو کې دوی له خلکو ځمکې واخیستې، یا یې په زور ترې ونیوې، دغه میدان یې پراخ کړ. خو اوس دوی عملي کار پيل کړی دی. همدا اوس یې کار روان دی، له خلکو یې ځمکې نیولې دي، کار کوي او میدان نور هم لویوي)).
بلخوا ویل کیږي چې په بګرام کې مېشتو امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې د ۵۰۰ او ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، دوه نوي قراردادونه لاسلیک کړي دي. بلخوا خلک پر دې باور دي چې د دغه ډول اقداماتو په تر سره کولو سره امریکا ښيي چې دوی له افغانستانه د وتلو پلان نه لري.
د ولسي جرګې غړي وایي، د بګرام پوځي اډې پراخېدل ښيي چې متحده ایالات له افغانستانه په بشپړ ډول نه وځي او په افغانستان کې د اوږدمهاله پاتې کېدو پلان لري.
د ولسي جرګې غړی عطا محمد دهقانپور وایي، امریکا په ظاهره د وتلو خبره کوي. په اصل کې دوی په افغانستان کې د اوږدمهاله حضور پلان لري او د همدې لپاره خپله نظامي اډه پراخوي. دهقانپور وايي: ((دا چې طالبان وایي دوی د امریکايي ځواکونو وتل غواړي، نو دا خو سل په سله امکان نه لري چې د طالبانو خبره دې ومنل شي)).
د پروان د ولایتي شورا غړی ښاغلی محمدي هم وایي، چې امریکایان به له طالبانو سره رښتیني نه وي. د نوموړي په خبره، که امریکایي ځواکونه په رښتیا له افغانستانه د وتلو پلان لري، نو بیا ولې د دې هڅه کوي چې په بګرام کې خپله نظامي اډه پراخه کړي.
بل پلو پرون بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، نو یوه پیاوړې استخباراتي ډله به په افغانستان کې پاتې کېږي. ده افغانستان د ترهګرو لابراتوار بللی و او ټینګار یې کړی، چې د دغو ډلو د څارلو لپاره به د خلکو تر اټکل خورا ډېر پیاوړي استخباراتي ټیمونه په افغانستان کې پاتې کېږي.
د دې تر څنګ، د بګرام پوځي اډې د پراخېدو لپاره دغه هڅې داسې مهال دي، چې ویل کیږي امریکایان هڅه کوي چې طالبان راضي کړي، څو په افغانستان کې د هغوی د بګرام او شورابک پوځي اډې ومني.




































