امریکا په افغانستان کې خپل سرتېري نیمايي ته راکوز کړي دي. سټار انډ سټرایپس نشریه لیکي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر نیمایي ته راکوز کړی دی. ټرمپ ویلي څوک نه پوهېږي خو همدا اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر نیمايي ته راکوز شوی دی او د امریکا حکومت پلان لري چې له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي. سټار انډ سټرایپس لیکي ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو غوښتنه کوي. بلخوا ټرمپ دا هم ویلي وو، چې که خپل سرتېري له افغانستان وباسي نو پر ځای به یې یوه پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي.




































