په شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو چارواکي، له قیمتي ډبرو د جوړو ګاڼو د پېرودونکو زیاتېدل یو ښه خبر بولي. دوی وايي که نویو جوړو شویو کارخانو ته پام وشي، زېورات به يې په اسانه تر نړیوالو بازارونو لار ومومي. عبدالقادرچې په دغه ولایت کې د دې ډبرو لپاره کار ځای لري د لویو تیږو پارچې په اوبو پریمنځي او وروسته یې په وړو ټوټو بدلوي. دده په خبره اوس تولیدات د خپل هېواد په نوم وړاندې کوي او وايي چې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمېر پېریدونکي لري. عبدالقادر وايي له دوو کلونو کمه موده کې یې ښه ګټه کړې ده. شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسووله تمنا فریور وايي د افغانستان د زینتي ډبرو سوداګري مخ پر ښه کېدو ده.