پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال په اقتصادي برخه کې د شویو هوکړو د تعقیب لپاره دوه تخنیکي ناستې جوړېږي. دا ناستې به په کابل او اسلام اباد کې ترسره شي. له مالیې وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي په کابل کې د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره پر يو شمېر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو مسايلو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ماليې وزارت سرپرست د پاکستان سفير ته يادونه کړې چې د تورخم او سپین بولدک ګمرکونه ۲۴ ساعته فعاليت ته چمتو دي، د پاکستان له لوري يې غوښتنه وکړه چې ملي سوداګرو او مسافرينو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه دې د افغانستان په شان ګمرکي فعاليتونه ۲۴ ساعته کړي.