د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې لامل د امریکا مبهم سیاست دی. د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، افغانستان د تروریزم لابراتوار دی. کرزي زیاته کړې چې د ترهګرۍ اصلي قرباني افغانستان دی او دې هېواد کې رواني ترهګري د امریکا د مبهم سیاست له امله وده کړې او کوي یې. هغه ویلي په افغانستان کې د امریکا له پراخ پوځي، سیاسي او استخباراتي حضور سره سره د داعش ډلې فعالیت ددې خبرې ښه ثبوت دی. پخواني ولسمشر زیاته کړې، د روان تاوتریخوالي یوازینی حل سیاسي ډیالوګ او خبرې اترې دي څو په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.




































