ولسمشر غني نن کندهار ولایت کې یوې امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي. له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، لومړی د کندهار ولایت امنیتي مسوولینو ولسمشر ته د سوېل زون، په ځانګړي ډول د کندهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د امنیتي ارګانونو ترمنځ غوره همغږي شته او د دښمن د ځپلو لپاره ټول عملیات ښې لاسته راوړنې لري. د سرچینې په خبره، نوموړي د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو، قربانیو او اتلولیو د ستاینې تر څنګ زیاته کړې، د کندهار خلک امنیت غواړي او په کندهار کې د ناامنیو زیاتوالی د منلو وړ نه دی. ولسمشر وویل، په عملیاتو کې د هېواد د هوایي ځواکونو فعالیتونه اغېزناک دي او دا ځواکونه به لا زیات شي.




































