روسیه د یوه با ثباته افغانستان په رامنځ ته کېدو کې همکاري کوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په یوه غونډه کې چې افغان سفیر لطیف بهاند هم پکې حاضر و، د خبرو پر مهال ویلي چې روسیه د یوه با ثباته، سوله ییز، له نشه يي توکو او ترهګرۍ د خلاص هېواد په رامنځ ته کېدو کې هر ډول همکارۍ ته تیاره ده. د پوتین په خبره دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او په دې حساسو شرایطو کې دغه هېواد ته دایمي ثبات او سوله راشي. پوتین همدا راز ویلي چې روسیه له افغانستان سره له کلونو راهیسې ښې اړیکې لري او په دې نږدې وختونو کې یې د ديپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه هم و نمانځله. هغه هیله څرګنده کړې چې د سولې روانه پروسه بریالۍ شي او په دې توګه جګړه ځپلي افغانستان ته دایمي سوله راشي.




































