افغانان ددې مستحق دي چې په هېواد کې یې بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې د کابل وروستی ترهګریز برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده، افغانان ددې مستحق دي چې نور یې په هېواد کې دغه روان بې مانا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. ده ویلي چې امریکا او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هېڅ وخت افغانستان نه دی هېر کړی او په خبره یې د سولې هڅې په پوره دقت او چټکۍ روانې دي. دده په خبره امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې شته لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي. پمپیو ټینګار کړی چې دوی له افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي او در هر هغه چا د هڅو ستاینه کوي چې د سولې په برخه کې فعال ګامونه اوچتوي.




































