د طالبانو د قطر دفتر ویاند تېره ورځ ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په روانو مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی، خو لا هم ډېر مسایل دي چې باید بحث ورباندې وشي. دده په وینا د پنجشنبې په ورځ به هم د شپږمې ورځې لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې دوام کوي. هغه دا نه دي ویلي چې دغه خبرې به تر کومه دوام کوي او نه یې هم د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي. د طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو خبرې تېره شنبې پيل شوې دي چې دواړه خواووې یې پایلو ته هیله مندي ښيي.




































