واشنګټن پسټ ورځپاڼې د قطر دفتر مذاکراتو ته د نږدې کسانو له خولې لیکلي، چې طالبان او امریکا د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر د یوه توافق پر لیکلو بحثونه کوي. دغه سرچینې د نامه نه ښودلو په شرط ویلي چې په توافق کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې موارد موجود وي. دوی ددغه توافق د طرحې لیکل پيل کړي دي خو تر دې دمه پر اختلافي مواردو بحث روان دی. ویل کېږي چې امریکا د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ډېر وخت غوښتنه کوي خو طالبان بیا ژر ددغه سرتېرو د وتلو غوښتونکي دي. سرچینو ویلي دواړه لوري هڅه کوي د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې پر دغه دوو مواردو هوکړې ته سره ورسېږي.




































