د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په نږدې راتلونکې کې له طالب مشرانو سره پر افغان سوله خبرې اترې وکړي. د راډیو پاکستان د راپور له مخې، د عمران خان ځانګړي استازي نعیم الحق ورته ویلي، عمران خان تر دې وړاندې هم له طالب مشرانو سره یوه لیدنه د افغان حکومت د اعتراض له امله لغوه کړې ده. سرچینې د نعیم الحق له قوله ویلي، طالبانو هم له عمران خان سره لیدنې ته زړه ښه کړی دی. هغه دغه راز زیاته کړې چې پاکستان ته د ولسمشر غني تر سفر ورورسته د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا پیاوړې شوې ده. طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































