د دوحې ناستې ګډونوال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، داسې هیلې شته چې نن به د سولې په مذاکراتو کې یوه وروستۍ هوکړه وشي. شاهین ویلي، ننۍ ناسته ورته مهمه ده او په څو مواردو چې نن ورباندې خبرې کېږي او هوکړه به پرې وشي، د سولې هوکړه به هم ورسره وروستۍ شي. هغه ویلي اختلافي موارد نشته دي خو پر ځینو مسائلو خبرې کېږي. په دې خبرو کې په تېرو ورځو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو پر مواردو خبرې شوې دي. شاهین تر دې مخکې ویلي وو چې دوی به له امریکایي لوري سره تر خبرو وروسته بین الافغاني خبرې هم وکړي خو دا خبرې به د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرې نه وي.




































