د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو ۴۲ سرتېري خوشې کړې دي. ویل کېږي دغه سرتېري درې ورځې وړاندې د دغه ولایت د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال وسله والو طالبانو ژوندي نیولي وو. د یاد ولایت امنیه قومندان سمونيار عبدالواحد وجدان وایي چې خوشي شوي سرتېري تېر ماښام شبرغان ښار ته رسېدلي دي. وجدان دغه راز ویلي چې د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور نادرکه شوي پوليس هم شبرغان ته رسېدلي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې په قوش تپه کې له نيول شوو لسګونو سرتېرو څخه يې پرون ٤٢ کسان خوشي کړي دي.




































