د ایکسپریس ټربیون په نامه پاکستانۍ ورځپاڼه وایي، افغانستان سولې ته د رسېدو برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی. ورځپاڼه کاږي، پاکستان پر طالب مشرانو فشار ډېر کړى چې نرمښت وښېي او د افغانانو خپلمنځي ناسته کې ګډون وکړي. د مطلب لیکوال وایي، د طالبانو مشران که افغان حکومت او پرمختګ پاله خلک له پامه غورځوي نو ستره تېروتنه کوي. سرچینه کاږي، پاکستان د دې بهیر له پیله تر اوسه هڅه کړې چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي خو یادې ډلې تر اوسه شین څراغ نه دی ورکړی او یاد هېواد به له دې وروسته هم پر طالب مشرانو فشار راوړي څو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.




































