د تقویتي نوم لیکنې د پروسې له پایته رسېدو وروسته د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا د دې پروسې پر کمرنګتیا او مبهموالي نیوکې کوي او وايي، چې یاده پروسه د عامه پوهاي نه موجودیت له امله کمرنګه وه. د شفافو ټاکنو بنسټ وايي، د نا امنیو او عامه پوهاوي نه موجودیت له امله د تقویتي نوم لیکنې پروسه کمرنګه وه او په دې پروسه کې شاوخوا ۳۸۳ زره کسانو نوملیکنه کړې ده. ټیفا وايي، دغه نوملیکنه د ۲۲ ورځو په موده کې په ۳۴ ولایتونو کې تر سره شوې ده. ټیفا همداراز د ولسمشرۍ پر ځینو نوماندانو نیوکه کوي، چې تر وخت مخکې یې غیر قانوني ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دي. پر ټاکنو څارونکې ادارې وایي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په شمول، چې په غیر مستقیم ډول پر ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي، ځیني نور نوماندان هم تر وخت مخکې کمپاینونه کوي. د تقویتي نوملیکنې پر کمرنګتیا د ټیفا نیوکې داسې مهال دي، چې دغه بنسټونه تر اوسه هم باوري نه دي، چې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي او که نه.




































