په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان حکومت د طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښوده او طالبان هم باید د سولی په خبرو اترو کې یوازې د خبرو تر حد پاتې نشي او خپله ژمنتیا وښيي. نوموړې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ويلي، افغان حکومت هم غواړي چې بهرني سرتیري له افغانستان نه د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي. دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي چې له افغانستان نه سرتیري باسي، خو اندیښنه لري چې دغه هیواد د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي. خو مېرمن راز وايي ، افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که طالبان نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي په دې معنی ده چې طالبان له خلکو سره خبرې نه کوي. تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یادونه کړې وه چې هیله لري له طالبانو سره د سولې مذاکرات د سپټمبر میاشتې څخه مخکې نتیجه ورکړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې بیا وايي چې د سولې موافقې په صورت کې عملي کوونکی به یې افغان حکومت وي. هغې زياته کړې، چې دوی د سولې موافقې ته په جدي توګه هیله لري او که تر راتلونکو دوو میاشتو وشي نو دا به د خوشحالۍ خبره وي.




































