چارواکي وايي، چې د فارياب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله تر ٤٠ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وويل، چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده. نوموړي دا ونه ویل، چې مرمۍ د چا لخوا توغول شوې، خو زياتوي، چې تر اوسه ورته د نهو کسانو د مړينې او ٢٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى. خو ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد نعيم مصمم بیا وويل، چې ٤ جسدونه او ٢٨ ټپيان د ميمنې روغتون او څلور جسدونه په سيمه کې پاتې دي. د هغه په وينا، ټپيان د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. عینې شاهدان وايي، چې طالبانو بازار ته نږدې د ملي اردو پر يوه سرتېري بريد کړى و، وروسته د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو د هاوان مرمۍ وتوغولو، چې يوه مرمۍ پر بازار ولګېد. خو په دې اړه تر اوسه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.




































