قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره نن یو پلاوی پلازمینه دوحې ته روان دی. ددغه پلاوي یو غړی او د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نن یو پلاوی قطر ته روان دی او هلته به په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي. دده په وینا په پلاوي کې حکومتي کسان، د سولې عالي شورا غړي، سیاسیون او ځينې مدني فعالان حضور لري. هغه ویلي چې حکومتي کسان د حکومت په استازیتوب نه بلکې په فردي لحاظ په دغه غونډه کې ګډون کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دغه پړاو خبرې به اغېزناکې وي او له طالبانو سره د تېرو پړاوونو په پرتله به مثبتې پایلې ولري. د سولې عالي شورا مرستیال وایي ډېره هڅه کېږي چې افغان جګړه نوره د خبرو له لارې حل کړل شي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.




































