د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وایي، د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق تر ډېره په هغو سیمو کې کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې دي او یاده ډله له همدې درکه ډېرې پیسې تر لاسه کوي نو په همدې اساس دوی باید د سولې خبرو کې د دې تضمین هم ورکړي چې د سولې تر تړون وروسته به د نشه یي توکو کاروبار نه کوي. اندرابي ویلي، په دې کې هیڅ شک نه شته چې یاده ډله د نشه یي توکو له قاچاق، کښت او تولید څخه ډېرې پیسې تر لاسه کوي او د دې بدې پدیدې په ترویج کې یې ستر رول لوبولی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی هیڅکله له دې درکه پیسې نه دي تر لاسه کړې.




































