د هېواد په شمال کې داعش ډله په جدي خطر د بدلېدو په حال کې ده.
په ملي شورا کې د سرپل او جوزجان ولایت استازي وایي، داعش ډله په دغو ولایتونو کې په یوه ستر ګواښ د بدلېدو په حال کې ده او که یې مخه ونه نیول شي، تر طالبانو به ډېر جدي خطر وي.
په ورته مهال ملي دفاع وزارت وايي، د شمالي ولایتونو په ګډون په ټول افغانستان کې د دې ډلې پرضد جدي اقدامات شوي او د حضور پراختیا ته یې فُرصت نه ورکوي.
په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د داعش جنګیالیو د حضور په تړاو تر اندېښنو وروسته په ملي شورا کې د سرپل او جوزجان ولایت استازي وایي، چې که حکومت د دغې ډلې مخه ونه نیسي، خپل حضور به پراخ کړي او خلکو ته به جدي سرخوږی پیدا کړي.
دوی وایي، داعش ډله اوسمهال په دغو ولایتونو کې ورځ تربلې د پیاوړي کېدو په حال کې ده، خو حکومت یې پر وړاندې تر اوسه هېڅ اقدامات نه دي کړي.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالظاهر سالنګي وایي: « که په شمال کې د داعش ډلې فعالیتونو ته جدي پام ونه شي، نو په دې پوه شئ چې دغه ډله په راتلونکي کې د طالبانو په پرتله لوی او جدي ګواښ دی».
د داعش ډلې په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تردې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم، د فاریاب والي نقیب الله فایق او په ملي شورا کې د دغو ولایتونو استازو هم اندېښنه ښودلې وه، چې داعش د جلب و جذب په حال کې ده او د خپل نفوذ سیمه پراخوي، خو ملي دفاع وزارت وایي، چې داعش ډله د افغانستان په شمال کې ځپل شوې ده.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، چې داعش ته به په هېڅ وخت فرصت ورنه کړي چې خپل حضور په دغو ولایتونو کې پراخ کړي.
نوموړی زیاتوي: « په شمال کې اوسمهال د داعش ډلې فعالیتونو تیت دي او دغه فعالیتونه هم ډېر د اندېښنې وړ نه دي، موږ په دې هڅه کې یو چې د دوی د فعالیتونو مخه ونیسو».
د افغانستان په شمال کې د داعش جنګیالیو د حضور، نفوذ او جلب او جذب په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې تردې مخکې طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دوی له لوري اسیر داعش جنګیالي د بهرنیو الوتکو په واسطه ژغورل شوي او اوس د ژغورل شویو داعشیانو برخلیک معلوم نه دی.




































