د وتلو له پلان سره هممهاله په افغانستان کې د ناټو له لوري د نورو نظامي تاسیساتو جوړول د اندېښنې وړ دي. د سیګار مشر جان سوپکو په یوه تازه مرکه کې ویلي، امریکایي چارواکو ورته ویلي چې ناټو او امریکا په دې وروستیو کې د تازه نظامي تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړی دی. دده په خبره دغه تاسیسات په پرمختللې بڼه جوړېږي. سوپکو زیاتوي امریکا او ناټو په افغانستان کې زرګونه سرتېري لرل، دوی تاسیسات لرل چې د ټولو اوسنیو سرتېرو لپاره کافي دي. دده په خبره د امریکايي او بهرنیو ځواکونو شمېر اوس په ځلونو راکم شوی دی، نو د نوو تاسیساتو جوړول د اندېښنې وړ دي. تر دې وړاندې راپورونو ویلي وو، چې بهرني ځواکونه په بګرام کې د سترې نظامي اډې د پراختیا په لټه کې دي. د پروان د ولایتي شورا غړو ویلي وو، چې امریکايي ځواکونه په زور او پیسو له خلکو ځمکې اخلي او د بګرام نظامي اډه پراخوي.




































