د راپورونو له مخې د جون میاشتې وروستۍ ورځې د افغان ملکیانو، افغان سرتېرو او طالبانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځې وې. تېره اونۍ په کابل کې خونړی ځانمرګی برید وشو، تر څنګ یې وسله والو طالبانو په کندهار کې پر یوه ولسوالي برید وکړ، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. بهرنۍ رسنۍ وایي چې تېره اونۍ په ټول هېواد کې ۲۴۶ حکومت پلوه وسله وال او ۵۸ ملکیان وژل شوي دي. په ورته وخت کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې هم لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رسنۍ داسې مهال د جګړې د شدت خبره کوي چې همدا اوس هم په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې روانې دي، خو دغه خبرو تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې په کمولو کې اغېز نه دی کړی.




































