په ولسي جرګه کې د جنوب لویدیځو ولایتونو استازي وایي، د فراه، هرات، بادغیس او غور ولایت ډیری ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ دي. په ولسي جرګه کې د یادو ولایتونو وکیلانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، د یادو ولایتونو په ګڼو ولسوالیو کې نا امنیو زور اخیستی دی، خو حکومت تر دې دمه اړین او ګټور اقدام نه دی کړی. ددوی په خبره په تېرو میاشتو کې لسګونه کسان په جګړو او نښتو کې وژل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده. د ولسي جرګې د غړو په خبره حکومت باید ژر تر ژره د دغه ولایتونو ولسوالۍ د سقوط له ګواښه وژغوري او په دې توګه دې د ولایتونو د سقوط او بشري ناورین مخه ونیسي. وکیلان دا هم وایي چې د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو له ولسوالیو سلګونه کسانو د جګړو له امله کډې کړې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.




































