امریکایي چارواکو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش رد کړی دی. امریکايي چارواکو چې له طالبانو سره د خبرو ګډونوال دي رسنیو ته ویلي چې له طالبانو سره په اتلسو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د مهالوېش خبره نه ده منل شوې. دغه چارواکي د نامه نه ښودو په شرط اسوشټېډ پرېس ته ویلي، امریکایي لوري هغه مهالوېش د سولې د معاملې د برخې په توګه نه دی منلی چې ګواکي په اتلسو میاشتو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. تر دې وړاندې ګڼو سرچینو ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ اختلاف دی. طالبانو ټینګار کاوه، چې په شپږو خو امریکایي چارواکو بیا په اتلسو میاشتو کې د سرتېرو د ایستلو خبره کوله. اوس امریکایي چارواکو دغه ګنګوسې رد کړې دي.




































