په غزني ښار کې د ملي امنیت ریاست پر یوه څانګه موټر بم برید شوی دی. د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار په شامیر سیمه کې د ملي امنیت ریاست باندې موټر بم برید شوی دی چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په سیمه کې د شامیر عالي لیسې په نامه ښوونځی هم شته دی، چې ډېری ټپیان ددې ښوونځي زده کوونکي دي. وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی او د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده. د غزني د والي ویاند هم دغه برید تایید کړی دی او وايي چې په پېښه کې د اتو نظامیانو په ګډون دوولس کسه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي. دده په خبره په دې اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي.




































