د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په افغانستان کې د هند دیپلوماتیکې ادارې د جیش محمد او لشکر طیبه د بریدونو له خطر سره مخ دي، نو ځکه یې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي. د سرچینې په وینا یادو ديپلوماتیکو ادارو ته استخباراتي معلومات ورکړل شوي، چې د لشکر طیبه او جیش محمد ډلې ځینې غړي له پاکستان وتلي او افغانستان ته تللي چې یادو ادارو ته امنیتی ستونزې جوړې کړي. په کندهار کې د هند کونسلګرۍ او په کابل کې ددغه هېواد سفارت د لوړو امنیتي تدابیرو د پيلولو خبر ورکړی دی.




































