د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار لس بجې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ بین الافغاني غونډه پیل شوې ده او په دې غونډه کې به پر افغان سوله خبرې کېږي. ددغه غونډې ګډونوال ډاکټر انورالحق احدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا بین الافغاني ډیالوګ دی او دواړه لوري به خپل نظریات شریکوي. په دې غونډه کې د شېر عباس ستانکزي په مشرۍ اوولس کسیز طالب پلاوی هم ګډون لري. دغه غونډه د المان او قطر په ګډه هڅه جوړه شوې ده.




































