وروسته له هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر ولیکل چې له طالب پلاوي سره یې په تېرو شپږ ورځنیو خبرو کې پر څلورو مواردو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، اوربند او بین الافغاني خبرې وې پام وړ پرمختګ کړی دی، په قطر کې د طالبانو د ساسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، په دې خبرو کې پر اوربند او بین الافغاني خبرو نه دي غږېدلي. هغه ویلي، په دې خبرو کې یوازې په دوو موضوعاتو خبرې شوې چې پرمختګ یې هم لرل. نوموړي ویلي، دا دوه موارد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول دي. نوموړي دغه راز ویلي چې بین الافغاني ناسته پیل شوې او دا ناسته د سولې خبرو برخه نه ده بلکې ټولو کسانو پکې په شخصي توګه ګډون کړی دی او دا غونډه یې د نظر د تبادلې لپاره یو فرصت بللی دی.




































