د ولسمشر غني د یو فرمان له مخې په هلمند کې پر بېلا بېلو جرمونو محکوم شوي ٥٤ زندانيان خوشي شوي دي. د هلمند مرستيال والي مجاهد الله صفاري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، یاد ٥٤ بندیان له دوه تر اتو کلونو پورې پر بند محکوم شوي وو. د صفاري په خبره، په خوشي شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي. یاده دې وي چې د هلمند په زندان کې دا مهال د ٣٧٠ سياسي زندانيانو په ګډون ١٠١٩ تنه د بند شپې سبا کوي چې ٢٠ تنه يې ښځې دي.




































