افغان حکومت وایي، قطر کې د افغان سیاسیون او طالب پلاوي تر منځ خبرې د سولې برخه کې یو ښه پرمختګ دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دا خبرې د افغانانو ترمنځ د نظر د تبادلې لپاره غوره فرصت دی. صدیقي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر پیلېدو هم ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د افغان کشالې یوازینی حل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې دي. د قطر بین الافغاني خبرې نن پیل شوې دي چې پکې افغان سیاسیون، د مدني ټولنو او ښځو استازي او د طالبانو ۱۷ غړي ګډون لري. ټاکل شوې دا خبرې سبا ورځ هم دوام پیدا کړي او تر اوسه دواړو لوریو له روانو خبرو رضایت څرګند کړی دی او دا خبرې یې مثبتې بللې دي.




































