په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړو ددوام ستر لامل دی. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هېواد د روان سیاسي وضعیت په اړه خبري غونډه کړې ده. نوموړي دغه غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې په هېواد کې باید د بهرنیو ځواکونو حضور ختم شي، ځکه ددوی حضور حساسیتونه پارولي او د جګړو ددوام ستر لامل دی. هغه همدا راز د بهرنیو ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو دوام ستر ناورین بللی دی او ژر تر ژره یې د هغه د درېدو غوښتنه کړې ده. حکمتیار د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د موقت حکومت رامنځ ته کېدل او د نوماندانو د طرحې عملي کول تر ټولو مهم ګام بللی دی. هغه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې مهمې بللې او ملاتړ یې ترې څرګند کړی دی، خو بین الافغاني غونډه یې د ناکامو تجربو تکرار بللی دی. د حکمتیار په خبره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه تر دې دمه پرمختګ نه دی شوی، په داسې حال کې چې د جګړې د پای ته رسولو مهم موارد همدا دوه دي.




































