د مشرانو جرګې غړي وایي که امریکا له افغانستان د وتلو اراده لري نو د خلکو پر ځمکو دې تاسیسات نه جوړوي. د مشرانو جرګې غړي وايي، امریکایانو په بګرام کې د خلکو لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې او د خپلو اډو د پراخوالي او د نویو تاسیساتو پر جوړېدو یې کار پیل کړی دی. د سناتورانو په خبره که امریکا په رښتیا د تګ نیت لري نو بیا د تاسیساتو جوړولو ته څه اړتیا ده. تر دې وړاندې د سیګار مشر هم ویلي وو، چې د وتلو له ګنګسو سره هممهاله د تاسیساتو جوړول د اندېښنې وړ دي. د مشرانو جرګې غړي د سولې په دې حساس پړاو کې د طالبانو او حکومت له لوري د جګړو د شدت په تړاو هم اندېښنه ښيي او وایي، که دوی سوله غواړي نو جګړه دې بنده کړي. دوی زیاتوي حکومت او طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی او چاپې اچوي.




































