د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان دمګړی په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د خبرپاڼې په حواله په دې وروستیو ورځو کې په کابل او غزني کې سختو ترهګریزو بریدونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله. سرچینه زیاتوي ترکیه په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ملاتړ کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې هم روانې دي، نو ورته پېښې سولې ته زیان اړولی شي.




































