د افغانستان په زندانونو کې شل سلنه بندیان په نشه يي توکو روږدي دي، چې اوس یې څرخي پله زندان کې د درملنې لپاره یو شل بستریز روغتون جوړ شوی دی. چارواکي وايي نوی روغتون په یوه وخت د ټولو اړمنو بندیانو لپاره بسنه نه کوي، خو په خبره یې درمل يي په ۴۵ ورځو کې د یوه روږدي کس د رغېدو توان لري. په دغه زندان شاوخوا لس زره بندیان دي دلته د روږدو کسانو د مشخصې شمېرې په اړه چارواکي دقیق معلومات نه لري، خو وايي د افغانستان په زندانونو کې شل سلنه بندیان په مخدره موادو روږدي دي. د افغانستان په بندخونو کې د ننه بندیانو ته د نشه یي توکو اسانه لاسرسی د دې سبب شوی چې د زندانیانو تر منځ هم په مخدره موادو روږدیدا عامه شي. د عامې روغتیا وزارت وايي له څرخي پله ور هاخوا د کندهار، بلخ ، ننګرهار او هرات په زندانونو کې د ګرځنده ټیمونو له لارې دغې ستونزې ته د رسېدو هڅه کېږي.




































