زلمی خلیلزاد وایي د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو کې یو لوری هم باید بایلونکی نه وي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو زوارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ددوی سیاست دا دی، چې هم حکومت او هم طالبان د خبرو ګټونکی شي او هېڅ لوری بایلونکی نه وي. خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان د افغانستان یو عیني واقعیت دی او له دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی. ده ویلي طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني، خو ټوله دنیا د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني او درناوی ورته لري. د خلیلزاد په خبره طالبان باید قانع کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ د خبرو مېز ته کېني او روانه جګړه د خبرو او مذاکراتو پر مټ حل کړي. ده په روانو خبرو کې د مهمو پرمختګونو خبره کړې ده، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا پرمختګونه تر کومه حده دي.




































