د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال او په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو ګډونوال حاجي دین محمد وایي، په دې خبرو کې د طالبانو له دریځه داسې ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د اوسني نظام برخه جوړېدل نه غواړي. حاجي دین محمد ویلي، داسې ښکاري چې د طالبانو دریځ کې بدلون راغلی او د نجونو د تعلیم په څېر مسایلو سره اوس مخالفت نه کوي او دا ټينګار هم نه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه یا ادارې دې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي. نوموړی دا هم وایي، چې په غونډه کې د حکومت کسان شته دي، سره له دې چې د حکومت په استازیتوب خبرې نه کوي، خو دوی د حکومت ملاتړي دي او هلته خپل نظر په ازادانه توګه څرګندولی شي. حاجي دین محمد هیله څرګنده کړې چې دغه ډول غونډې وکړی شي فاصلې کمې کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.




































