که د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، نو ټاکنې به وځنډول شي. والستریت ژورنال په یوه تازه خپره کړې مقاله کې د افغانستان د سولې او ټاکنو روان بهیر ته کتنه کړې ده. په مطلب کې راځي چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې په کم وخت کې ډېر پرمختګ وکړ، خو داسې ښکاري چې دا پرمختګ به په حساس وخت کې جنجالي شي. په مطلب کې راځي چې که د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کېږي نو ټاکنې به ځنډول کېږي او که ټاکنې وشي، نو پایلې به جنجالي شي او په دې توګه به په سوله کې اوږد ځنډ رامنځ ته شي. په مطلب کې دا هم راځي چې د فشار لپاره په افغانستان کې د جګړې ډګر هم ګرم شوی دی. د سرچینې په وینا امریکایان پر طالبانو د فشار لپاره بریدونه کوي، خو طالبانو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې جګړې خورا خونړۍ شوې دي.




































