په جلال اباد ښار کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې نن سهار د څلورمې ناحیې په میکانیزې سیمې که د ګمرک ریاست د کارکوونکو یو موټر تېرېده، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماین ورباندې چاودنه کړې ده. په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. د ننګرهار ځایي چارواکي وايي چې په دې اړه به تر پلټنو وروسته معلومات ورکړي.




































