د هېواد د پوهنې وزارت وایي، په وروستیو خونړیو بریدونو کې زده کوونکو ته د تلفاتو تر اوښتو وروسته اوس دوی هڅه کوي پر داسې یو میکانیزم کار وکړي چې له مخې یې په ټول هېواد کې زده کوونکي خوندي کړي. د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، هیڅ بنسټ هم په دې برخه کې پړ نه دی، خو د زده کوونکو د خوندیتابه لپاره باید لا ډېر کار وشي. پوهنې وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون په غزني او تر هغه مخکې په کابل کې خونړیو ځانمرګو بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ډېری یې د ښوونځیو زده کوونکي وو.




































