د دوحې د بینالافغاني ناستې په دویمه ورځ د جګړې پر کموالي خبرې شوې دي. په قطر کې د بینالافغاني ناستې ګډونوال وایي چې له طالب استازو سره یې د جګړې پر کموالي خبرې کړې دي، خو طالبانو هم ورته خپل مشخص وړاندیزونه کړي دي. په ورته مهال طالب استازو په زندانونو کې د خپلو بندیانو د ځورولو پر مخنیوي او ځینو نورو مسایلو ټینګار کړی دی.
په دوحه کې د طالب استازو او افغان هئیت ترمنځ د بینالافغاني ناستې په دویمه ورځ دواړو خواوو د روانې جګړې پای ته رسېدو، سولې، راتلونکي نظام او ځینو نورو مسایلو په اړه خپل نظرونه شریک کړل. طالبان ټینګار کوي چې له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو تر پای ته رسېدو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته به د سولې هڅې لا ګړندۍ شي. سهیل شاهین وايي: ((موږ د سولې ملاتړ کوو، تر هغه وروسته چې امریکایي ځواکونه ووځي، نو بینالافغاني خبرې به پيل شي. اوس هم ډېر پرمختګ شوی دی، خو په دې اړه لا ډېر معلومات نه شم ورکولی)).
د دې تر څنګ، د دواړو ترمنځ ډېر داسې مشترک مسایل دي چې د سولې خبرې اسانه کولی شي. دوحې ته د تللي افغان پلاوي ځینې غړي وايي، طالبان په افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتونکي دي او د افغانستان اوسنی نظام هم اسلامي نظام دی. د دوحې ناستې ګډونوال وایي، له طالبانو سره یې د جګړې پای ته رسولو او سولې ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.
افغان پلاوی دغه راز وايي چې د تېرې ورځې په غونډه کې تر ډېره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار شوی دی او په دې برخه کې دواړه لوري تفاهم کوي.
بلخوا د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارک پوتزل بیا وایي چې دا د ورته خبرو لومړی پړاو و. د ده په خبره، دغه خبرې به ادامه پیدا کوي او په راتلونکې کې به په نورو هېوادونو کې تر سره کېږي. مارک پوتزل وایي، د افغان سولې په برخه کې د قطر له همکارۍ مننه کوي او هیله مند دی چې دغه ډول غونډې ادامه پیدا کړي. نوموړی وايي: ((دا یو ښه پرمختګ دی، دا د غونډې لومړی دور و، هیله کېږي چې دغه ډول غونډې لا ډېرې شي او په افغانستان کې د سولې او پرمختګ سبب شي. ښایي نورې غونډې په ازبکستان یا اروپا کې تر سره شي)).
په ورته مهال د حکومت اجرایه رییس وايي، که څه هم دوحې ته د تللي هیئت په ترکیب کې ملاحظات شته دي، خو د بینالافغاني ډیالوګ د پیل لپاره اغېزمن ګام دی، چې د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي. نوموړی وايي: ((افغانان له جګړې ستړي شوي دي. د دوحې غونډه جوړه شوې ده. افغانان په خپلو کې سره ناست دي. سره له دې چې په ترکیب کې ملاحظات شته دي، خو دغه لړۍ به د سولې په خبرو کې لا ډېره همکاري وکړي)).
په ورته وخت کې ځینې سرچینې بیا دا هم وایي چې د دغو مذاکراتو بل دور ښایي چې په ناروې کې تر سره شي. خو د المان ځانګړي استازي هم د مذاکراتو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی او ځای یې اروپا، ازبکستان او یا بل هېواد بللی دی.




































